IQNA

د فلسطين د ازادۍ ارمان د امام خمينی(ره) د لارې يوه برخه ده

16:27 - September 03, 2010
د خبر لمبر: 1986404
سياسی ډله: صهيونيسټی رژيم دا هڅه وكړه چې د فلسطين مسئله يوه عربی او نسلی مسله وښايی خو امام خمينی(ره) د روژې د اخری جمعی د قدس د ورځې په نامې ټاكلو سره دا مسله يوه نړيواله اسلامی مسله كړه او له همدې سببه د فلسطين ارمان د امام د لارې يو برخه ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش، د تهران د جمعې لمانځه خطيب وويل داسلامی انقلاب دستر بنسټګر امام خمينی ره لخوا دقدس دنړيوالې ورځې په توګه دروژې دمباركې مياشتې داخری جمعې نومول دفلسطين مسله دپرديسې په اوج كښې ژوندې او احيا كړه .
دتهران د نن ورځې د جمعې لمانځه خطيب ايت ا لله سيد احمد خاتمی زياته كړه دقدس نړيوالې ورځ هغه شرايط چې صهيونيسټ رژيم دفلسطين دټاټوبی په نيواك سره دځان لپاره انځور كړی وو ونړول .
ايت الله خاتمی دغه راز په امريكا كښې دسازباز دخبرواترو بيا پيليدا ته په اشارې سره دغه خبرې اترې دفلسطين له خلكو سره خيانت وباله او ویې ويل دسازباز خبرې اترې روا والی نلری او جنايتكارانه دی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب په دې خبرې سره چې دسازباز خبرې په ماتی محكومې دی زياته كړه دنظرپوښتنو پراساس دفلسطين ۹۲ فيصده خلك دسازباز له خبرواترو سره مخالف دی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب دغه راز داسرايلو په وړاندې دغزې دخلكو ۲۲ ورځنی مقاومت داسلامی عظمت بيلګه وبلله او ویې ويل دفلسطين دخلكو مقاومت صهيونيسټی دښمن له ذلت او رسواۍ سره مخامخ كړی دی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب دغه راز دپاكستان سيلابونو ته هم اشاره وكړه او ویې ويل دپاكستان سيلابونه دپیړۍ غميزه ده او اسلامی نړۍ بايد دپاكستان له خلكو سره مرستو ته ورودانګی .
دتيرې جمعې په شان نن هم دجمعې ورځې په لمانځه كښې دتهران په شمول دايران داسلامی جمهوريت په ټولو ښارونو كښې دجمعې لمانځه خطيبانو دپاكستان له سيلاب ځپلی مسلمان ولس سره همرازی او خواخوږی اعلان كړه .دغه راز دايران په شمول دنړۍ له مسلمانانو وغوښتل شول چې دپاكستان له سيلاب ځپلی ولس سره هرډول مرستې وكړی
دايران دتهران په شمول په ټولو ښارونو كښې نن دجمعې دلمانځه او دقدس دنړيوالې ورځې دمراسمو دترسره كيدا په وخت چې دفلسطين له ولس سره دملاتړ لپاره پكښې ميليونونو ايرانيانو ګډو وكړ دپاكستان له سيلاب ځپليوسره دمرستو دراغونډولو لپاره په واټونو او كوڅو كښې صندوقونه كیښودل شوی وو او دايران داسلامی جمهوريت مسلمان او روژتی ولس دخپل وس پراساس په صندوقونو كښې دپيسو په اچولو سره دپاكستان له ولس سره خپلې ورورګلوۍ ، ملګرتيا او ملاتړ اعلان كړ .
646959
captcha