د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش، د ايران داسلامی جمهوريت ولسمشر ټينګار وكړ دقدس ورځ د نړۍ دټولو عدالت غواړو داتحاد ټكی دی .
زمونږ خبريال وای دايران ولسمشر احمدی نژاد نن دقدس دنړيوالې ورځې په مناسبت دخلكو په پراخ لاريون كښې په اسلامی ټاټوبی كښې دنيواكګر رژيم دجوړيدا دروغجن پلان ته په اشارې سره وويل دفلسطين په اسلامی ټاټوبی كښې داسرايلو رژيم جوړيدل ددغه جعلی رژيم دملاتړو ترټولو ستر جنايت دی .
د ايران ولسمشر زياته كړه داسرايلو جعلی رژيم ټول انسانی ارزښتونه ترپښو لاندې كوی او ماشومانو ته داوبو او درملو دورتلو مخه نيسی او په نړيوالو اوبو كښې د فلسطين دمظلومو خلكو لپاره دانسان دوستانه مرستو په وړونكو كشتيو حمله كوی .
د ايران و لسمشر په دې خبرې سره چې داسرايلو د جعلی رژيم مشران په تيرو شپيتو كلونو كښې دپينځو جنګونو پيلونكی دی چې نتيجه یې دميليونونو خلكو كډواليدل دی وويل صهيونيسټ رژيم خپل دوام دملتونو دكلتور په تباه كولو كښې لټوی او صهيونيسټ رژيم يوازنی رژيم دی چې دټرور لپاره هیڅ سياسی سرحد ته قايل نه دی او ترټولو زيات اخلاقی فسادونه دصهونيسټانو لخوا ترسره كیږی .
دايران ولسمشر په دې خبرې ټينګار سره چې د صهيونيسټ رژيم وجودی فلسفه ترپوښتنې لاندې ورغلی ده وويل داسرايلو د رژيم ملاتړی هغه لويدیځ حكومتونه دی چې په كامل ډول ددغه رژيم ملاتړ كوی او داسرايلو د جنايتونو په وړاندې چپتيا غوره كوی او چا ته دتحقيق اجازه نه وركوی .
د ايران ولسمشر په واشنګټن كښې له صهيونيسټ رژيم سره د فلسطين د كورواكه تشكيلاتو ترمينځ د سازباز دخبرواترو پيليدا ته په اشارې سره وويل دسيمې هيوادونه به اجازه ورنكړی دښمن ته دفلسطين دټاټوبی يوه لويشته ځمكه وبخښل شی .
دايران ولسمشر وويل دفلسطين برخليك به دفلسطين په ټاټوبی كښې معلوم شی او دساز باز خبرواترو ماته خوړلی ده ځكه چې صهيونيسټ رژيم دنسكوريدا په حال كښې ورغلی دی .
د ايران ولسمشر دصهيونيسټ رژيم دجنايتونو په وړاندې د دريدا په خاطر د فلسطين د مظلومو خلكو په قدرونې سره داسلامی او عربی هيوادونو مشرانو ته وويل دفلسطين دملت دبرخليك په باره كښې خبرې اترې نشې كولائ .
647050