ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش، د خراسان څانګه، د وږی د مياشتې په 11 نیټه په مشهد مقدس كښې، د جامعة المصطفی(ص) العالميه مشر حجتالاسلام «اعرافی»، د «قرآنمحور مبلغ د تربيت» د دورې د پای په پروګرام كښې وويل: امير المؤمنين(ع) چې كله د دوو څيزونو يعنې د بشپړ انسان حضرت محمد(ص) او د قران په هكله خبرې كوی نو عشق، مينه او قربانی یې په خبرو كښې روښانه وی.
د هغه د نهج البلاغې د 198 خطبې په بيانولو سره وويل: قران يو داسې نور دی چې هیڅ كله نه مړیږی او يو داسې څراغ دی چې نور یې هیڅ كله نه ختمیږی، په دې مثال كښې د خدای حقيقی نور په قران كښې تجلی پيدا كړې ده او حضرت علی(ع) په دې موضوع كښې ډېر ښه تشبيه كړی دی.
حجتالاسلام اعرافی زياته كړه: قران يو داسې ژور درياب دی چې هر څومره د هغې ژورتيا ته لاړ شې نو ختمیږی نه او د قران دا تشبيه د قران عظمت او بزرګی ښيی چې د عالم ټولو حقيقتونو په هغې كښې تجلی كړې ده.
646893