IQNA

په يونان كښې د مسلمانانو او عسايانود مشرانو غونډه

23:45 - September 05, 2010
د خبر لمبر: 1988218
نړيواله ډله: د دوو ابراهيمی دينونو اسلام او عسائيت مشرانو، د جمعې په ورځ د وږی د مياشتې په 12نیټه په اتن ښار كښې د مسلمانانو په افطار كښې په ګډون سره د دينونو د رابطې په مزبوتيا ټينګار وكړ.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې د تركیې له «زمان» ورځپاڼې یې نقلوی، د هغه روژه ماتی په پروګرام كښې چې د يونان په پلازمينه اتن ښار كښې د مسلمانانو په مرسته ترسره شوی و، چې د ارتډيكس كليسا ډېرو مشرانو، سياسی مقاماتو او د اسلامی او غير اسلامی هيوادونو سفيرانو، دا اسلامی او عسايی انجمنونو غړو او غزې ته امداد رسونكيو ځوانانو پكښې ګډون وكړ.
په دې پروګرام كښې ګډون كوونكيو د ابراهيمی دينونو په يووالی او په سيمه كښې په صلحې او ارامښت باندې ټينګار وكړ او غزې ته مدد رسول یې له خپلو انسانی ذمه وارو وګاڼه.
647550
captcha