د ايراند قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش، چې د تهران له راديو یې نقلوی، حضرت آيت ا .... العظمی خامنه ای،داسلام له نظره د كار او كارپنځولو اهميت ته اشارې سره كار رامنځه كول یې ،د شتمنۍ د رامنځته كولو سربيره،د انسانی استعدادونو د كارولو لپاره يو ډ ول زمينه جوړونه وبلله اوزياته یې كړه،ايرن اوس د هڅو او نوښت په كارګاه بدل شوی ،او دغه حقيقت د هيواد دپرمختګ او سولوړۍ لومړی ګام دی.
هغوی د پرمختګ لپاره دهيواد چمتووالی او ددښمنانو اقتصادی دباوونه،د كار او كار رامنځته كولو دوه علتونه وبلل.
هغوی د سلطې نظام د اقتصادی دباوونو او بنديزونو ته په اشارې سره د كار رامنځته كولو حقيقی معنی له دغو دباوونو سره دمقابلې لپاره ، حقيقی مقاومتی اقتصاد وباله، او دايران له بنديزه دسلطه ګرو اصلی هدف یې، له انقلابه وړاندې اهريمنی سلطې ته ستنيدل وبلل.
16932