ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې د روس له رسمی خبری اژانس(نووستی) یې نقلوی، د امريكې د تنسی ولايت دوه كشيشانو د تری جونز كشيش هغه بلنه ومنله چې هغه د قران د سوزولو په هكله وركړې وه، كه څه هم هغه په خپله له دې كاره وروسته شوی و او د ستمبر د مياشتې په 11 نیټه د مړو شويو كسانو په ياد كښې یې د قران نسخې وسوزولې.
همدارنګ د تنسی ولايت يو كشيش اسلام يو دروغجن دين وګاڼه! او د قران كريم سپكاوې یې وكړ.
د تنسی ولايت دې دوه كشيشو په داسې حال كښې قران وسوزول چې تری جونز چې د امريكی د فلوريدا ولايت د ډاو ورلډ اوتريچ كليسا مشر په څو اوونو وروسته له دې كاره مخ اړولی و او د وږی د مياشتې په 20 نیټه یې دا اعلان كړې و.
دې افراطی كشيش دا اراده لرله چې د يوولسم ستمبر د حملو په ياد كښې د قران نسخې وسوزوی خو د خلكو مخالفت سره مخامخ شو او له دې كاره وروسته شو.
652943