IQNA

د قران كريم د سپكاوی په خلاف نن په ټول هيواد كښې غږ پورته شو

13:51 - September 14, 2010
د خبر لمبر: 1993710
د قرانی چارو ډله: نن د وږی د مياشتې په 23 نیټه په ټول هيواد كښې د قران د سپكاوی په خلاف د اسلامی ارشاد او كلتور وزير په وينا سره پروګرام او لارويون ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری اژإنس(ايكنا) په ګزارش چې د تهران له راديو یې نقلوی، د تهران دپوهنتونونو محصيلينو دخپلو اعتراضيه لاريونونو په پاې كښې وويل د قران كريم سپكاوی داستعمار ناوړه څيره وښودله .
زمونږ خبريال وای دتهران دپوهنتونونو محصيلينو چې په امريكا كښې قران مجيد ته دسپكاوی په اعتراض كښې یې په ايران كې دسويزرلينډ دسفارت مخه ته مظاهرې كولې په يوې بيانیې كښې ويل يوځل بيا دلويدیځو هيوادونو كينه څرګنده شوه او ددنيا دڅه دپاسه يونيم ميليارډه مسلمانانو زړونه یې وځورول او لويدیځې نړۍ په دغه كار سره ثابته كړه چې داسلام او قران كريم له بنسټ سره مشكل لری .
په دغه بيانې كښې راغلی دی په لويدیځ كښې دقران مجيد سوزول به په مينځنی ختیځ كښې دلويدیځ استازی يعنی صهيونيسټ رژيم ژوند سخت كړی او دلويدیځ ځينې مادی امكانات او فرصتونه بايد ددغه رژيم دامنيتی ضريب دزياتولو لپاره وكارول شی .
654473
captcha