و ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې د تهران له راديو یې نقلوی، په امريكا كښې قران مجيد ته له سپكاوی وروسته دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای داسلام ستر امت ته په يوه پيغام كښې دقران كريم او اسلام په باره كښې دصهيونيسټانو دكينو دپردې شاته دهدفونو په بيانولو سره ټينګار وكړ دامريكا حكومت په دغه دسيسې كښې دلاس دنه لرلو په هكله دخپلې ادعا دثابتولو لپاره بايد ددغه ستر جنايت اصلی عوامل په ښه ډول سزا كړی .
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمايل دامريكا دپوليسو دامنيت په سيوره كښې په دغه هيواد كښې قران مجيد ته له ليونتوب څخه ډك سپكاوی دهغو مركزونو لخوا يو حساب شوی كار دی چې له وړاندې كلونو راهسې یې له اسلام سره جنګ او له اسلام څخه دخلكو دويرولو سياست په خپلې ايجنډۍ كښې وروستلی دی .
په دغه پيغام كښې راغلی دی دا دهغه ځنځير يوه بله كړۍ ده چې دمرتد سلمان رشدی په خيانت سره پيل شوی او دډانمارك دخبيث كارټون جوړونكی په حركت اودامريكا په هالی ووډ كښې داسلام پرضد په لسګونو جوړو شويو فيلمونو سره یې دوام وموند .
هغه حضرت وفرمايل ددغه شرارت دبهير مطالعه چې په دغو كلونو كښې په افغانستان ، عراق ، فلسطين و لبنان او پاكستان كښې له جنايت ډكو عملياتو سره يو ځای وو داسې كوم شك نه پریږدی چې دهغوې پلانونه او دكنټرولولو كوټه دصهيونيسټانو او دسلطې دنظام دمشرانو په لاس كښې ده چې په امريكا، انګلستان او ځينو اروپای حكومتونو كښې ډير نفوذ لری او دا هغه كسان دی چې خپلواكه حقيقت موندونكی څیړنې ورځ په ورځ ډير د۲۰۰۱ ميلادی كال دسپتمبر ديولسمې نیټې په برجونو دحملې په پیښې دتور ګوته دوې ته نيسی .
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ هغه څه چې نن دنړۍ داستكبار له حملې سره مخامخ دی دقران مجيد او دګران اسلام اصل دی او دايران له اسلامی جمهوريت سره په دښمنۍ كښې دمستبكرانو صراحت له استكبار سره په مقابلې كښې داسلامی ايران صراحت او او له اسلام او نورو مسلمانانو سره ددښمن نه كيدا په هكله دهغوې تظاهر ستر دروغ دی .
په دغه پيغام كښې ټينګار شوی دی له اسلام سره دكينو دغه لړۍ له دې كبله دی چې په لويدیځ كښې داسلام نفوذ له هميشه زيات شوی دی .
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای دمسلمانانو او عيسايانو ترمينځ شخړه ددښمانانو غوښتنه وبلله او ډاګينه یې كړه وروستۍ پیښه له كليسا او عيسايت سره تعلق نلری او دڅو ګوډاګيو پادريانو دننځكې حركتونه بايد دعيسايت كار ونه بولو او زياته یې كړه مونږمسلمانان به هیڅ كله دنورو مذهبونو دسپیڅلتياو په باره كښې ورته اقدام ته مخه نكړو او مونږ ته دقران كريم درس دهغوې په مقابل ټكی كښې ولاړ دی .
654197