IQNA

قران پاك سوځولو سره نړيواله ترهګرۍ نه ختمیږی‏

23:37 - September 15, 2010
د خبر لمبر: 1995008
د قرانی كارونو ډله: د لبنان داسلامی جمعيت ويلې دی چې د قران پاك سوځولو بلنې سره نړيواله ترهګرۍ نه ختمیږی ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د لبنان د اسلامی جمعيت په يوې بيانیې كې راغلی دی چې مونږ د ‏قران پاك د سوځولو پیښه په كلكه غندو او څرګندول غواړو چې په ټولو نړۍ كې بيا په تيره په فلسطين كې مسلمانانو باندې كيدونكې ‏ظلمونو نه مخ اړول غواړی ‏
په بيانې كې راغلی دی چې د قران پاك د سوځولو زړه سوځيدونكې پیښې د نړۍ يو ينم اربه مسلمانانو زه ژوبل كړ خو دا ډول ‏شيطإنی اقداماتو سره نړيواله ترهګرۍ نه ختمیږی ۔ ‏
او نه دې كارونو سره د مسلمانانو په زړونو كې موجود د قران پاك محبت څوك ختمولی شی بلكې د ټولو مسلمانان په زړونو كې د ‏قران پاك سره مينه نوره هم زياتیږی
‏655473‏
captcha