IQNA

احمدی نژاد: قرآن ته سپكاوی صهيونستی دسيسه ده ‏

21:44 - September 16, 2010
د خبر لمبر: 1995263
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر وويل د ايران ملت په ايمان او تقوا سره د زياتوغوښتونكو په وړاندې ودریږی .‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د ‏رهبرۍ له ستر مقام سره په كتنه كښې د كوچنی اختر په مناسبت مباركی وويله او الهی تقوا او ايمان یې د روژی د مباركی مياشتی ‏ميوه وبلله اوټينګار یې وكړ د ايران ملت په خپل ايمان او پرهيزګارۍ سره د پاكۍ او عدالت په لاره كښې د زياتو غوښتونكو په مقابل ‏كښې ودریږی
د اسلامی ايران ولسمشر په دغه كتنه كښې چی د نظام مسئولان او په ايران كښې د اسلامی هيوادونواستازی هم موجود ؤ سپیڅلی ‏آسمانی كتاب قرآن ته د سپكاوی لپاره ديوه جاهل امريكايی فيصلی ته په اشاری سره د صهيونستانو دسيسه او د الهی پيغمبرانو د ‏درستو تعاليمو خلاف وبلله او زياته یې كړه صهيونستان او د هغوئ ملاتړی د غورځيدو او له مينځه تلو په حال كښی دی او دغه ډول ‏ناوړه حركتونه به نه يوازې هغوئ ونه ژغوری ، بلكه د هغوئ د زوال چټكتيا به دوه برابره كړی . ‏
د سپتامبر په ۱۱ د امريكا د فلوریډا ايالت په ګينزويل كليسا كښې د قرآن شريف د سوځولو په اړه دامريكايی پادری په غندلو كې ‏داسلامی نړۍ يووالی،د مسلمانانو احتمالی غبرګونونو او پايلو له ويری تيری جونز، له خپلې شيطانی طرحې شاتګ ته مجبوره كړ.‏
‏655490‏
captcha