د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد د شام له ولسمشر بشار الاسد سره له كتنې وروسته په دمشق كښې خبريالانو ته وويل هغه كسان چی غواړی د سيمی سياسی جغرافيا ګډه وډه كړی بايد پوهه شی چی په راتلونكی كې به په سيمه كښې كوم ځای ونلری او د سيمی ملتونه به د مسلمانو وروڼو په توګه دغه معادلی ګډې وډی كړی.
احمدی نژاد د شام له ولسمشر بشارالاسد سره خبرې اترې رغنده او مثبتی وبللی او ویې ويل د مهمو سيمه ايزو، نړيوالو او دوه اړخيزو لورو په هكله خبرې اترې وشوی.
ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد د سازبازې د خبرو اترو ماتې ته په اشاری سره ټينګار وكړ د مقاومت جبهی بڼه خپله كړی، خپلواكی غوښتونكی حركت مخ په وړاندی دی او هره ورځ له دغه مقاومت سره د نړۍ د پتمنو خلكو يو ځای كيدل په زياتيدو دی.
د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد د بی وسلی كيدا په نړيوال كنفرانس كښې د ګډون لپاره نيويارك ته د سفر په لاره كښې نن سوريی او له هغه ځايه الجزاير ته ولاړه څو د الجزاير له ولسمشر عبدالعزيز بوتفليقه سره هم خبرې اترې وكړی
656810