د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې تهران ریډيو یې نقلوی د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر چې د ملګرو ملتونو دعمومی ټولنې په شپږپنځوسمې غونډې كښې د ګډون لپاره نيويارك ته تللی دی پرون د ملګرو ملتونو له سرمنشی بان كی مون سره په كتنې كښې د نړۍ په اداره كولو كښې د ټولو د ګډون او د ټولو ملتونو د حقوقو د دفاع په هدف سره د ملګرو ملتونو د جوړښت د اصلاح د ضرورت غوښتنه وكړه.
ښاغلی ډاكټر محمود احمـدی نژاد په دې خبرې سره چې نن سبا دنيا له بل هروخت زياته د نړۍ په مديريت كښې د ملتونو د ګډون غوښتونكی ده وويل د ټولو ملتونو له اغيزشيندونكی او فعال ګډون پرته د دوامدارې سولې او امنيت ټينګول ناممكن دی او ملګری ملتونه دغه ظرفيت لری چې د ملتونو د فعال ګډون زمينه برابره كړی.
ولسمشر احمدی نژاد له ویټو حقه د يو شمير حكومتونو په برخوريدا نيوكې سره وويل د ویټو حق معنا د دنيا په مديريت او اداره كولو كښې د نورو ملتونو محدودول دی.
ښاغلی احمدی نژاد په دوام كښې د افغانستان حالاتو ته په اشارې سره وويل ايران په افغانستان كښې موجوده سياسی بهير ملاتړ كوی او د افغانستان د مشكل د حل يوازنۍ لاره د افغانستان خلكو ته د چارو سپارل ګڼی.
د ايران ولسمشر دغه راز د ايران اټومی موضوع او د اټومی سونګو د تبادلې په باره كښې د تهران د بيانیې د خپريدا بهير ته په اشارې سره وويل د تهران بيانيه ډيره روښانه او منطقی وه خو له بده مرغه پينځه جمع يوې ډلې د ايران د اسلامی جمهوريت د ښه نيت په وړاندې ناوړه اقدام وښود.
د ايران ولسمشر په دې خبرې ټينګار سره چې د ايران ملت د بايكاټونو په باره كښې هیڅ اندیښنه نه لری وويل په پريكنده توګه ويلی شو چې بايكاټ د ايران په اقتصاد هیڅ اغيز نلری او د ايران ملت قادر دی په اسانۍ سره خپل ضرورتونه تامين كړی.
د ايران ولسمشر د فلسطين د حالاتو په باره كښې هم وويل د فلسطينيانو د ملی واكمنۍ حق بايد په رسميت وپيژندل شی چې هغوې كولای شی په يوې ازادې ټول پوښتنې كښې خپل برخليك وټاكی.
د ملګروملتونو سرمنشی بان كی مون هم په دغه كتنې كښې د ملګروملتونو په عمومی اسمبلۍ غونډې كښې د ايران د ولسمشر محمود احمدی نژاد په شتون خوښې څرګندولو سره په سيمه په تيره بيا په افغانستان كښې د سولې او امنيت په تثبيت او ټينګيدا كښې د ايران رغنده رول ته اشاره وكړه او ویې وويل ايران له موجودو چلينجونو سره سره د افغانستان د خلكو ان په دغه هيواد كښې امنيت د ټينګيدا ملاتړ كړی دی .
658610