IQNA

په امريكې كښې "د خلاصو دروازو جماتونه" ورځ ترسره كیږی

22:42 - September 21, 2010
د خبر لمبر: 1998975
نړيواله ډله: د اسلامی ځايونو او جماتونو د خلاصو دروازو ورځ د تلی د مياشتې له 30 د لړم د مياشتې تر 2نیټې د امريكې په بيلا بيلو ښارونو كښې ترسره كیږی.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له haberokuیې نقلوی، د امريكې د اسلامی سازمانونو او غونډو مشرانو او دينی رهبرانو د نيويارك د لوی جمات د جوړيدو په حمايت كښې، چې د اسلامی مخالف ځينې ډلو ورسره مخالفت كړی و، دا جماتونو او اسلامی ځايونو د خلاصې دروازو ورځ د دې هيواد په بيلا بيلو ځايونو كښې اعلان كړه.
د مسلمانانو استازی به په دې غرض چې د بيلا دينونو تر مينځ تعامل وشی او د امريكې د مسلمانانو خالص نيت څرګند شی دا هيله كړې ده چې د عبادت ځايونو ته په حاضريدو سره د اسلام په هكله خپله خبرتيا زياته كړی.
659796
captcha