د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ډاكټر محمود احمدی نژاد چی د ملګرو ملتو د عمومی ټولنې په غونډه كښې د ګډون لپاره نيويارك ته تللی ؤ نن تهران له رسيدو سمدستې وروسته په يوه خبری كانفرانس كښې وويل د ستمبر د ۱۱ د پیښې د جاج لپاره د يوه خپلواكه حقيقت پلټونكې كمیټی جوړه شی د جوړيدا په باب د وړانديز په اړه د د امريكا ولسمشر باراك اوباما غبرګون خام او بی تجربی وباله ، ځكه كه مقابل لوری ریښتونی وی نو بايد ویې منی .
د اسلامی ايران ولسمشر زياته كړه كه امريكايان سندونه لری چی وښايی د يولسم ستمبر پیښه د ترهه ګرو كار ؤ نو هغه دی حقيقت پلټونكې كمیټی ته وركړی چې درست او ټول له ترهه ګرو سره په مبارزه كښې ګډون وكړی.
د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد وويل د زبرځواكۍ له دریځه د خبروكولو وخت نور تير شوی دی او دا چی هر څه چی امريكا ووايی درست به یې منی استكباری روحيه او زياته غوښتنه ده
661812