IQNA

احـمدی نژاد له ملګرو ملتونو د يولسم ستمبر د پیښې د پلټنی غوښتنه وكړه ‏

20:28 - September 25, 2010
د خبر لمبر: 2001050
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد چی د ملګرو ملتو د عمومی ټولنې په غونډه ‏كښې د ګډون لپاره نيويارك ته تللی ؤ نن تهران له رسيدو سمدستې وروسته په يوه خبری كنفرانس كښې وويل د ستمبر د ‏يولسمی نیټی د پیښې د جاج لپاره د يوه خپلواكه حقيقت پلټونكې كمیټی جوړه شی ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ډاكټر محمود احمدی نژاد چی د ملګرو ملتو د عمومی ټولنې ‏په غونډه كښې د ګډون لپاره نيويارك ته تللی ؤ نن تهران له رسيدو سمدستې وروسته په يوه خبری كانفرانس كښې وويل د ‏ستمبر د ۱۱ د پیښې د جاج لپاره د يوه خپلواكه حقيقت پلټونكې كمیټی جوړه شی د جوړيدا په باب د وړانديز په اړه د د ‏امريكا ولسمشر باراك اوباما غبرګون خام او بی تجربی وباله ، ځكه كه مقابل لوری ریښتونی وی نو بايد ویې منی .‏
د اسلامی ايران ولسمشر زياته كړه كه امريكايان سندونه لری چی وښايی د يولسم ستمبر پیښه د ترهه ګرو كار ؤ نو هغه ‏دی حقيقت پلټونكې كمیټی ته وركړی چې درست او ټول له ترهه ګرو سره په مبارزه كښې ګډون وكړی. ‏
د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد وويل د زبرځواكۍ له دریځه د خبروكولو وخت نور تير شوی دی او دا چی ‏هر څه چی امريكا ووايی درست به یې منی استكباری روحيه او زياته غوښتنه ده
‏661812‏
captcha