د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغو په دغه سپك اقدام سره غوښتل اسلام او مسلمانان د ستمبر د يولسمې د پیښو مسئولان معرفی كړی . خودامريكائی پادری په دغې فيصلې دنړۍ دمسلمانانوشخصيتونواواسلامی ټولنو پراخ غبرګونونه سبب شول هغه له خپلې فيصلې لاس په سر شی . البته څو نوروافراطی امريكايانودتری جونزدغه فيصله عملی كړه . دوی د امريكادپوليسو په وړاندې دقرآن پاك څو پاڼې وسوځولې او د يونيم ميليارډ مسلمانانو او د هغوی د سپیڅلی كتاب قرآن سپكاوی ئې وكړ . هغه كتاب چې بشريت سولې او عدالت ته بولی اودمخكينيو نبيانوحقانيت او دآسمانی بلنې تصديق كوی .قرآن پاك دمسلمانانو يوسپیڅلی كتاب او د اسلام د ګران پيغمبر لويه معجزه ده .اوانسان د نيكمرغۍ لارې ته هدايتوی . په امريكا كې چې ځان په نړۍكې د انسانی ارزښتونو مدافع ګڼی ، د نيويارك ښآر په مركز كې د ټيليويژنی كيمرو په وړاندې ددغه سپیڅلی كتاب سپكاوی وشو . په امريكا كې د قرآن پاك له سپكاوی وروسته د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت ا.... العظمی سيدعلی خامنه ای دايران ملت او اسلامی امت ته په يومهم پيغام كې ددغې دسيسې اصلی پلانونكی دامريكا دحكومت دننه صهونيسټی كړۍ وبلل اوله اسلام او قرآن سره ه د صهونيسټانود كينوترشادموخوپه بيانولوسره ټينګار وكړ،دامريكا حكومت په دغې دسيسې كې دلاس نه درلودلوپه باب دخپلې ادعا دثابتولو لپاره بايدددغه لوئی جنايت اصلی عوامل او د هغه لوبغاړی سخت سزا كړی .
دايران او د اسلامی هيوادونو مسلمانانوپه پراخو مظاهروسره په دغه سپيره اقدام خپل سخت اعتراصونه وكړل .او ددغې پیښې د عاملانوپر پيژندلواوسزاكولوئې ټينګار وكړ.دملايشيا خارجه وزيرعنيفه امان دغه اقدام دمسلمانانوپه ضديوه حمله وبلله . هغه دغه عمل ډير لړزونكی او باورنه كونكی وباله او وې ويل هیڅوك او ښه شهرت لرونكی دينی اورګان ځان ته حتی دااجازه نه وركوی ددغه ډول كارفكر وكړی . دمصرد اخوان المسلمين غورځنګ يو مسئول مقام عصام العريان د قرآن سوځول دبربريت د دوراو د مينځنيوپیړيوتفكر وباله او روښانه ئې كړه ،دغه اقدام په نړۍ كې د امريكائی ضداحساساتو د زياتيدا سبب كیږی . دواشنګټن پوسټ ورځپاڼې يو ليكوال ټونی بلانكی هم ليكی ،كه ددغې پیښې په باب هر څومره بې پرواووسو،نوبيا هم انكار نه شو كولی چې د ستمبر يولسمې يوه نوی بڼه غوره كړې ده،يو دا سې يولسم ستمبر چې دې ځل ئې د هر كال په اپوټه نه د لویځ د خلكو او نه هم د مسيحيانو په ضد بلكې په لويدیځ كې د مسلمانانو په خلاف بڼه غوره كړې ده . له ننه وروسته بايد دستمبرد يولسمې پیښو ته په بله سترګه وګورو . په ۲۰۱۱ كال كې د ستمبر د يولسمې كليزه به په چورلټ ډول نه يوازې د دوو كنډواله شويو برجونو ته بلكې د اسلامی سپیڅلتياؤ سوځولوپه باب پیښې ته هم بيله وی .
د القدس العربی ورځپاڼې مسئول مدير عبدالباری العطوان د قرآن كريم سپكاويوجرړو ته په اشارې سره ليكلی دی ،په نيويارك كې د قرآن پاك سوځول داسې ښكارنده نه ده چې په هماغه شيبه رامينځته شوی وی ، دغه حركت دامريكا د نهه كلنواسلامی ضد خوځښتونو اودمسلمانوهيوادونوله ښاريزو سره د هغوی د توپيرناك چلند نتيجه ده .عطوان دخپلو دغو خبرودتائيد لپاره له ۲۰۰۱ كاله وروسته امريكا ته خپلو بيا بيا سفرونوته اشاره كوی او ليكی ،په دغو سفرونو كې موپخپلوسترګووليدل له مسلمانانو سره څرنګه چلند كیږی،انسانان يوازې په دې دليل چې عربی تابيعيت لری ، نامه یې عربی ده او مسلمان دی ، د نورو قوميتونو په وړاندې ورسره ډير سپك چلند كیږی . دالقدس العربی ورځپاڼې مسئول مدير پخپل يادښت كې ليكلی دی ،نيويارك ته مو پخپل وروستی سفركې وليدل ،د ايف بی آئی ماموران له نورو ښآريزو سره څرنګه توپيرناك چلند كوی چې ډيرحيرانونكی ؤ .دې ځل دغه ناسم چلند يوازې مسلمانانو ته محدود نه ؤ بلكې نور قومونه هم لكه چې هندی سيكان هم پكې شامليدل . پخپلو سترګو مو وليدل يوهندی سيك يوازې په دې دليل چې د نيويارك د هوائی ډګر له يوې لارې د تيريدا څرنګوالی ته متوجه نه ؤ سخت ووهل او وكړول شو .عطوان بيا ليكی ،دامريكا حكومت اوپوليس له يوه بله د قومونوپه ليرې كولواودكركې په څرګندولو كې نيغ په نيغه رول لری .هیڅكله دامريكا حكومت له دې چې دمسلمانانو په ضد په يوه ځای كې پروپیګنډه كیږی،ياداچې يومسلمان دامريكاپه يوه ځای كې دنوروقومونوپه وسيله سپك كیږی، افسوس نه دی كړی .
دستمبر په يولسمه يوه تراخه پیښه رامينځته شوه ،خو په لا تراخه اقدام سره د امريكا او د ملګرو په وسيله ئې ځواب وركړل شو، دغه پیښه په افغانستان دامريكا اودهغې د ملګرو د يرغلونو او له دې هم دلويو جنايتونولپاره يوه پلمه شوه . په همدې دليل له هماغه پيله ددغې پیښې دعواملوپه باب جدی شكونه شته ؤ. د امريكا حكومت هم په نهو كلونو كې د ستمبر د يولسمې د پیښې د رامينځته كيدا د څرنګوالی په باب مطرح شوی يوه ابهام ته هم ځواب نه دی وركړی . دقرآن پاك د سوځولو پیښې په امريكا كې له اسلام سره د مقابلې اوج ګيری ښئ ، يو هغه حركت چې له جنجال او مخالفت سره په نيويارك كې د يوه جومات له جوړيدا سره مخالفت پيل شواوپه دغه ښار كې ئې د قرآن تر سوځول پورې ئې دوام وكړ . دغه پروژه اودسيسه په ښه ډول مسيحيانو ته روښانه پيغام وركوی چې د ستمبر د يولسمې پیښه د مسلمانانو په لاس و هنې سره رامينځته شوې ده ، البته هغه امريكايان چې د مسلمانانو سپیڅلی كتاب ئې سوځولی ؤ لومړنی كسان نه دی چې د قرآن پاك سپكاوی ئې كړی دی . داكتاب له انسان سره د خدا وند متعال نورانی كلام لری او دوی چې له ژوند بخښونكی آيتونو سره ئې د مقابلې لاره غوره كړې ده ، يو تورتم او سپيره برخليك به ئې په نصيب شی .د قران مخالفان فكر كوی چې اسلامی سپیڅلتياؤ ته په سپكاوی سره خپلې سلطه غواړې موخې پر مخ بيولی شی . د هغوی نهائی موخه دا ده چې داسلام د عدالت پراخونكی دين د تعليماتو ديوه داغی شكل په وړاندې كولوسره پر نړۍ د لويدیځ بې اساسه او بې بنسټه ارزښتونه حاكم كړی . خو ددغه افراطی او تنګ نظره بهيرونو اقدامات اپوټه نتيجه وركوی . په قران مجيد كې د خدای پاك كلام د پاكو او زلالو اوبو په څير دی چې خپله لاره په هر ډول شرائطو كې پرانيزی او پر پاكو فطرتونو كیښنی .
په نيويارك كې د قرآن پاك يو ناشر اټكل كوی چې په قرآن حملې له قرآن سره د لويدیځوالو د لازياتې بلدتيا لپاره فرصت برابروی . په نيويارك كې د قران د ترسيل تحريك دخپرونكی موسيسې مدير عون علی خلفان په امريكا كې د قرآن او پيغمبر د سپكاوی د عكس العمل په باب يو لړ ټكی مطرح كړل . هغه دغه راز ووئيل هغه حملې چې په قران كريم كیږی ، اتفاقا اپوټه نتيجه وركوی ځكه له هرې حملې وروسته د قرآن پاك د ژباړو د اخستو لپاره ډيرې غوښتنې كیږی . ددغو ژباړو له مطالعې وروسته پر لوستونكودقرآن پاك ډيرې مثبتې اغيزې كیږی او البته له هغوی يو شميرهم مسلمانان كیږی . خلفان زياتوی، په امريكا كې د پيغمبرد اهل بيت عليهم سلام له كلتور او معارفو سره د بلدتيا لپاره ډيرې غوښتنې كیږی تر دې حده چې د اسلامی ناشرانو ټولګه ئې په دغه هيواد كې د ځواب وئيلو توان نه لری.
666594