د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشر دفتر ويب پاڼې یې نقلوی چې احمدی نژاد نن د ګلستان ولايت د خلكو په ټول كې زياته كړه،مونږ غواړو چې په نړۍ كې سوله، امنيت،عدالت ،او مينه وی، او نړيوالې ستونزې په اساسی توګه اوارې شی.
د اسلامی ايران ولسمشرښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد د سپتامبر د يولسمې د پیښې په اړه د حقيقت پلټونكې كمیټې د جوړيدا طرحې ته په اشارې سره وويل، مونږ پوښتنه وكړه چې دا د هر حكومت او ملت حق دی چې د ملګرو ملتونو له عمومی منشی وغواړی چې د مهمو پیښو په اړه حقيقت پلټونكې، خپلواكه او منصفه ډله وټاكی، چې د پیښه علت روښانه شی.
ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل، دوی په دې پسې وو چې د سپتامبر يولسمه د فلسطين دنيواك په څير په يوه پيشه بدله كړی، او د سپتامبر ديولسمې دپیښې په پلمه هيواونه ونيسی.
668085