IQNA

ايت الله خامنه ای: د اسلامی ايران علمی پرمختګ به دوام لری ‏

18:00 - October 06, 2010
د خبر لمبر: 2007972
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای ټينګار وكړ د كارپيژاندو ‏له نظرو سره سم د ايران اسلامی جمهوريت تر راتلونكو څوارلسو كلونو پورې د سيمې لومړنۍ علمی رتبې ته رسیږی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له انقلاب ستر لارښود له دفتر ويب پاڼې یې نقلوی چې د ‏ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای نن د ايران له يو شمير علمی شخصيتونو سره په ‏كتنې كښې وفرمايل تر راتلونكو څوارلسو كلونو پورې بايد وتوانیږو چې د ايران شل فيصده عايد د عملی محصولاتو له ‏تجارت تامين كړو.‏
حضرت ايت الله العظمی خامنه ای علم د ايران د معنوی او مادی اقتدار لپاره د تكیې ځاې وباله او جوته یې كړه د ايران د ‏تاريخی زوړ پاتی والی جبرانيدل د شرف لرونكو ايرانيانو، استادانو، محصيلينو او پوهنتونوالو پرله پسې علمی هڅې ته ‏ضرورت لری.‏
اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د ايران د اسلامی جمهوريت د ورستيو لسو كلونو ځلانده ‏برياليتوبونه د ايران د ځوانانو د زيات استعداد نخښه وبلل او ټينګار یې وكړ او بايد په هيلې، د يوې شيبې له لاسه وركولو ‏پرته او په خپلو وسونو باندې تكیې سره د عملی پرمختګ بهير ته دوام وركړو.‏
‏669906‏
captcha