د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اولس مشر له دفتر ويب پاڼې یې نقلوی چې ډاكټر احمدی نژاد دغه راز وويل هماغه ډول چې كمونيسټان له تاريخ سره يوځای شوی، په الهی مهربانۍ سره به سرمايه داران او پانګوال هم له تاريخ سره يو ځای شی.
ولسمشر محمود احمدی نژاد يو ځل بيا روښانه كړه د پانګوال نظام د ځوړتيا نخښې نخښآنې څرګندې شوی دی.
ښاغلی محمود احمدی نژاد په دې خبرې سره چې نړۍ له فكری نظام او نظم پرته د مديريت وړ نه ده او بشريت د روښآنه راتلونكی په لور حركت او بشپړتيا ته اړتيا لری وويل د انسانانو او ملتونو تر مينځ ارتباطات بايد د عدالت، مينې او الهی ليدتوګو په اساس تنظيم شی.
ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد دغه راز جوته كړه دغه فكری نظام اوس په اسلامی ايران كې ژوندی دی او يوازنی ملت چې يوموټی او متحددی او دعدالت او د توحيد چغه پورته كوی دايران ملت دی
669339