IQNA

احمدی نژاد: دښمنان ډير په روانی جنګ پسې دی، چې د ايران د ملت اقتدار مات كړی ‏

20:07 - October 07, 2010
د خبر لمبر: 2008306
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد د ايران پرضد بايكاټونه يو ډول روانی ‏جنګ وباله. او وې ويل چې دښمنان ډير په روانی جنګ پسې دی چې دايران دملت اقتدار مات كړی خو دايران ملت ‏فيصله كړی ده هغوې مات كړی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له تهران ریډيو یې نقلوی چې د ايران ولسمشر ډاكټر ‏محمود احمدی نژاد نن په تهران كښې څه د پاسه نولس زره قرانی، روزنيز او زده كړې د طرحو د پرانستلو په دستورو ‏كښې د ايران د ملت پر ضد بايكاټونو ته په اشارې سره وويل دښمنان ډير په روانی جنګ پسې دی چې د ايران د ملت ‏اقتدار مات كړی خو د ايران ملت فيصله كړی ده چې هغوې مات كړی .‏
محمود احمدی نژاد زياته كړه كله چې يو ملت په خپلو وسونو باور كړی وی. نو هیڅ څوك له خارج څخه كه هغه د تاريخ ‏يوازنې قدرت هم وی هغه ملت ته تاوان نشی رسولای.‏
د ايران ولسمشر ښاغلی محمود احمدی نژاد په دې خبرې سره چې د ايران ملت يوځل بيا خپله تمدن جوړونكی روحيه ‏بيرته موندلی ده وويل نن په ايران كښې په ځان باوری او په ملی نفس اعتماد په اوج كښې دی او تاريخ او دنيا به جوړه ‏كړی.‏
ښاغلی محمود احمدی نژاد په خپلې وينا كښې وويل له وسلو كار اخستل پاې ته رسيدلی دی ‏
هغه زياته كړه په هغو مركو كښې چې ما په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومی اسمبلۍ د غونډې په څنګ كښې ‏لرلې په ځلونو ټينګار وكړ چې هیڅ څوك جرات نلری د ايران په ملت تيری وكړی.‏
‏670273‏
captcha