د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت الله سيد احمد خاتمی د دښمن د پيژندلو په اړه د رهبرۍ د ستر مقام ټينګار ته په اشارې سره وويل، د اسلامی انقلاب دښمنان هر وخت، چلول تعقيبوی، چې بايد وپيژندل شی.
سيد احمد خاتمی د دې خبرې په كولو سره چې په اسلامی جمهوری نظام كې يووالی چورليز، د رهبرۍ ستر مقام دی زياته كړه، د نظام دښمنان د مسولينو تر مينځ، له مسولينو سره د خلكو، په خلكو كې او د شيعيه او سنی تر مينځ د تفرقې د را مينځته كولو لپاره هڅې كوی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب سيد احمد خاتمی وويل، دښمن په سيمې كې مقتدر اسلامی نظام نه زغمی، او له ا يران سره یې د دښمنۍ علت هم د اسلامی جمهوری نظام دی، او په دې لارې كې په اسلامی ټولنو كې له سياست څخه د دين بيلتون، او خرافات دودوی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د پاكستان له سيلاب ځپليو سره د ايران د خلكو د مرستې په قدرونې سره، د دې سيل د غميزې ژورتيا ته په پام سره نړيوالې ټولنې او ادارې یې له سيلاب ځپلو سره درمرستو لپاره وبللې.
670468