IQNA

احمدی خاتمی: ټوله دنيا دې له پاكستانی سيلاب ځپليو سره مرستې وكړی ‏

19:07 - October 08, 2010
د خبر لمبر: 2008570
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب سيد احمد خاتمی د ايران مسولينو ته سپارښتنه وكړه، يووالی او ‏اتحاد د خپلو كارونو بنسټ وګرځوی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت الله سيد احمد خاتمی د دښمن د پيژندلو په اړه د رهبرۍ د ‏ستر مقام ټينګار ته په اشارې سره وويل، د اسلامی انقلاب دښمنان هر وخت، چلول تعقيبوی، چې بايد وپيژندل شی.‏
سيد احمد خاتمی د دې خبرې په كولو سره چې په اسلامی جمهوری نظام كې يووالی چورليز، د رهبرۍ ستر مقام دی ‏زياته كړه، د نظام دښمنان د مسولينو تر مينځ، له مسولينو سره د خلكو، په خلكو كې او د شيعيه او سنی تر مينځ د تفرقې د ‏را مينځته كولو لپاره هڅې كوی.‏
د تهران د جمعې لمانځه خطيب سيد احمد خاتمی وويل، دښمن په سيمې كې مقتدر اسلامی نظام نه زغمی، او له ا يران ‏سره یې د دښمنۍ علت هم د اسلامی جمهوری نظام دی، او په دې لارې كې په اسلامی ټولنو كې له سياست څخه د دين ‏بيلتون، او خرافات دودوی.‏
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د پاكستان له سيلاب ځپليو سره د ايران د خلكو د مرستې په قدرونې سره، د دې سيل د ‏غميزې ژورتيا ته په پام سره نړيوالې ټولنې او ادارې یې له سيلاب ځپلو سره درمرستو لپاره وبللې.‏
‏670468‏
captcha