IQNA

د پيغمبر(ص) ژوند د انسانيت لپاره بهترينه نمونه او بيلګه ده.

17:40 - October 11, 2010
د خبر لمبر: 2010955
نړيواله ډله: د مصر مفتی «علی جمعه» په استنبول كښې د سيرت النبی په ناسته كښې د حضرت محمد مصطفی(ص) ژوند د ټول بشريت لپاره بهترينه نمونه وګڼه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «medya73» یې نقلوی، د تلی د مياشتې په 17 نیټه د «سيره نبی‌اكرم(ص)» نړيوال سمينار د شورو كيدو په پروګرام كښې د مصر مفتی د سلګونو اسلامی هيوادونو شخصتونو تر مينځ وويل: د پيغمبر(ص) د بركتمن ژوند هره يوه شيبه زمونږ لپاره يوه ښه بيلګه ده، حضرت محمد(ص) د خلكو تر مينځ څلور ښې بيلګې پریښی دی: په مكې كښې د تبليغ په وخت صبر او استقامت، دويمه، حبشې ته د تلو په وخت كښې نورو انسانانو سره د مسالمت اميز ژوند تيرول، دريمه، په مدينه كښې له لومړنيو ورځو كښې نورو بې اسرې انسانانو سره مرسته كول، او څلورم، په ټولنه كښې د عدالت نظام قائمول او نورو دينونو سره په عدل سره پیښيدل.
دا نړيوال سمينار د تلی د مياشتې په 18نیټې د نورو علمی شخصيتونو په ويناوو سره پايی ته رسی.
671713
captcha