د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشر دفتر له ويب پاڼې نقلوی چې ډاكټر احمدی نژاد د صنعتګرانو د ځان باورۍ د ژورتيا او پياوړتيا په ضرورت په ټينګار سره زياته كړه، هر هغه هيواد او ملت چې لوی اقتصادی ، صنعتی او كلتوری قدرت دی هیڅ كله تاوان نه وينی.
احـمدی نژإد هم در از له امپراليزم سره مبارزې ته د ځينو هيوادونو اعتقاد ته په اشارې سره وويل دغه حكومتونه د آئیډياؤ او اصولو ترمينځ له امپراليزم سره په مبارزې پسې دی خو په عمل كې ئې خپل ژوند د سلطې له نظام سره داسې تاوانی كړی چې د سلطې د نظام په وړاندې د دغه ډول خوځښت په بڼه كې پخپله ځان تاوانی كوی.
د ايران وولسمشر ښاغلی ډاكټر احمدی نژاد د ايران د ملت آئیډيال د ايران له ساتنې ورآخوا وباله او ټينګار ئې وكړ د ايرانيانو ارمان د ټولو انسانانو لپاره له عدالت مينې ، امنيت او پاكۍ ډكه نړۍ ده او هرګام چې د ايران لپاره ئې اوچتوی دهغې ځلانده نړۍ لپاره يو اساس دی.
679887