IQNA

په هندوستان كې د حج سفر نومې كتاب خپور شو‏

19:41 - October 23, 2010
د خبر لمبر: 2018063
نړيواله ډله: د حج موسم د شورو كيدا په مناسبت په هندوستان د ماديا پرادش ولايت په مانترالايا ښار كې د ‏د حج سفر نومې كتاب خپور شو
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ‏‎«Central Chronicle»‎‏ ويب پاڼې یې نقلوی چې دا ‏كتاب ښاغلی «سيد اقبال» ليكلې دی. د مديا پرادش ولايت ستر وزير ښاغلی ‏‎«‎‏ شيوراج سينگ چوهان» په لاس رونمایې ‏شو.‏
د مديا پرادش ولايت د حج كمیټۍ مشر ښاغلی ښاغلی سليم قريشی د دې كتاب په پرانستلو مراسم كې وويل چې سږ كال له ‏هندوستانه نږدې اووه سوه حاجيان له بوپال او ايندور ښارونو حج ته روانی دی او د مديا پرادش ولايت ستر وزير ښاغلی ‏‎«‎‏ ‏شيوراج سينگ چوهان» حاجيانو ته د مباركې په ويلو سره هغو لپاره د ښه او خوشحإل سفر هيله وكړه او ټينګار وكړ چې ‏دپه حج سفر كې د مسافرانو اصلی ستونزې ليرې كولو كوشش كوو
په دې مراسمو كې د زيارتی چارو مسؤولان او د مختلفو ښارونو د حج كمیټيانو مشرانو هم ګډون وكړ.‏‎ ‎
‏680576‏
captcha