د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشر له دفتر ويب پاڼې نقلوی چې د ايران ولسمشر احمدی نژاد نن په تهران كښې د نرم جنګ په ملی غونډې كښې په نړيوال نظام كښې د لويدیځوالو عملياتو ته په اشارې سره د صهيونيسټ رژيم جوړيدل او د ستمبر د يولسمې نیټې پیښه داسې عمليات وبلل چې لويدځ په دنيا د سلطې لپاره پلان كړل.
ښاغلی احمدی نژاد په دې خبرې ټينګار سره چې اصلی جنګ د تفكرونو جنګ دی وويل علمی مركزونه كه هغه عمليه حوزې وی او كه د هيواد پوهنتونونه بايد انقلاب وكړی او خپل ځانونه له موجودو چوكاټونو ازاد كړی.
د ايران ولسمشر احمدی نژاد په نړيوال ډګر كښې د ايرانی اسلامی د نظرياتو په وړاندې كولو ټينګار سر ه وويل ځينې قدرت غوښتونكی په دې موضوع خپه كیږی خو خلك پوهیږی هغه كلتور چې له ايرانه خپریږی په حقيقت ولاړ دی.
682193