د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له روس سركاری خبری اژانس نووسټی یې نقلوی چې چې د روس مفتی راوی عين الدين په نظارت كې او د اسلامی كانفرنس ستر سكتر ښاغلی "اكمل الدين احسان اوغلو" په همكارۍ سره دا مقابلې ترسره كیږی.
د دې مقابلو لومړنۍ مرحله د روانی ميلادی مياشتی په درې ويشتمی نیټی تر سره شوی وه چې پكښې د نړۍ نږدې 26 هيوادونو چې پكښې ايران هم ؤ برخه واخسته چې پكښې ښه مقام تر لاسه كوونكی كسان اخيرې مرحلې لپاره وټإكل شول.
ددې مقابلو تر سره كوونكی كمیټۍ مشر ښاغلی "روشان عبالوف" په دې هكله وويل چې په روسی ټؤلنې كې دا مقابلې ډير اهميت لری او په ټول يورپ كې د داسې مقابلو مثال نه ملاویږی.
681011