د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له رهبر ۍ ستر مقام د دفتر له ويب پاڼې نقلوی چې حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای جوته كړه هغوی چې يوه ورځ د اومانيزم، ليبراليزم او ډيموكراسۍ په شان د تفكراتو په وړاندې كولو سره د بشر په ارامښت او اسانتياؤ پسې وو علم او تيكنالوجۍ ته د رسيدا له امله له قدرت او شتمنۍ په ناوړه استفادې سره یې داسۍ جنايتونه وكړل چې د بشر په تا ريخ كې كم ساری دی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای د ايرانی ملت حركت د لويدیځ د وروستيو دريو پیړيو د انحرافی حركت په وړاندې ټكې وباله او جوته یې كړه هغه ځوانان چې پوهه په الهی تفكراتو سره تعقيبوی او په خپلو اقداماتو كې د درست بشريت معنوی او مادی خير او ښیګړې ته ګوری، خپل حركت ته به د اسلام او انقلاب تر درستو هدفونو د رسيدا پو رې دوا م وركړی.
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای د اسلام او انقلاب د غليمانو د جبهې اوږد مهاله پلانونه نه انكاريدونكې حقيقت وباله او په ايران كې یې د تير كال پیښو په يادولو سره جوته كړه داسې ډيرې نخښې نخښانې او شواهد ثابتوی چې دغه پیښې د غليم د اوږد مهاله او مينځ مهاله پلانونو د نتيجو له امله دی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای په داخلی سياسی فضا كې خړ پړول د غليم كار وباله او زياته یې كړه د استكبار جبهه د خپلو پر مختلليو رودو او اوزارونو په كارولو سره هڅه كوی حقيقتونه اپوټه او ګډوډ وښای.
حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای بصيرت د ملی اقتدار د دوام لپاره د اوږد مهاله پروګرام اساسی زمينه وبلله او د بصيرت د مفهوم د ټكيو په سپړلو سره یې ځوانان د بصيرت د ډګر مخكښان وبلل.
683015