د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ستر لارښود دفتر ويب پاڼې یې نقلوی چې حضرت آيت الله العظمی خامنه ای په وروستيو ورځو كې د قم ښار په خلاف د پرديو رسنيو پراخو تبيلغاتو ته په اشارې سره، هغه د دغه ښار د اهميت نخښه وبلله او وې ويل، په تيرو ديرشو كلونو كې د مخالفينو يو تبليغاتی پروګرام، د اسلام او انقلاب د سمبول په تيره بيا د قم د ښار كمزورول او سپكول وو.
حضرت آيت الله العظمی خامنه ای هم دا راز وويل، د دښمن جبهه تل د قم لپاره د اسلام د عظمت او د انقلاب د بيرغ د مركز په توګه، ځانګړې پلانونه درلودلې دی، چې له هغه په قم ښار كې له اسلامی انقلاب سره د ضديت د مركز جوړول وو.
د هبرۍ ستر مقام زياته كړه، په دې طرحې اومنصوبې كښې د قم د خلكو په فكر اغيز شيندل په ايجنډا كې دی، او ورسره د مقابلې يواځنۍ لاره، د قم خلكو ته تر پخوا زيات خدمت، او د هغوی د ژوندانه د ستونزو اوارول دی.
د رهبرۍ ستر مقام حضرت آيت الله العظمی خامنه ای زياته كړه، البته د قم خلك، په وروستو ورځو كې په خپل ولوله ناكه شتون سره، د دښمنانو طرحو او تبليغاتو ته پريكنده ځواب وركړ او په خپلو زړونو كې یې د ايمان د نفوذ او ویښتيا ژورتيا نندارې ته و ړاندې كړه.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی خامنه ای، هم دا راز په ستم شاهی پړاو كې د قم د خلكو دينداری، له روحانيت سره ارتباط، د علميه حوزې شتون، او د دغه ښار د خلكو او عالمانو د مبارزو د مخينې په علت، د قم تر كينې لاندې اوسيدو ته په اشارې سره، څرګنده كړه، له اسلامی انقلابه وروسته، قم ښار ته ځانكړی پام شوی، خو په وروستيو پنځو كلونو كې د قم د آبادۍ حركت، انصافا ډير چټك شوی دی.
683885