د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د حيدری فاونډيشن غړی ښاغلی ذوالفقار زيدی په دې اړه خبرې اترې كولو سره وويل چې له څلور سوه كلونو راهسی شيعه ګان په ممبئې كې اوسیږی خو تر اوسه پورې د شيعه ؤ قبرستان بيل منظوری نه وه شوی
هغه وويل چې كه څه هم اوسه پورې خواجګانو،. بوهرې او نورو شيعه فرقو جلا جلا قبرستانونه وو خو د هندوستان د شيعه ؤ سترې فرقی يانی شيعه دولس امامی له دې سهولت محرومه وو
د شيعه اثنا عشری انجمن غړی ښاغلی زين العابدين په دې هكله زيات تفصيلات په وركولو سره وويل چې د جدا او بيل قبرستان لپاره درخواست ډير مخكښې وركړې شوی ؤ او نږدې شلو كلونو تكليفونو او تګ راتګ پس شيعه ؤ ته د قبرستان لپاره ځمكه وركړی شوه.
يادونه كوو چې په ممبئې كې موجود مسلمانانو كې شل فيصده ابادی د شيعه ؤ دی.
686595