IQNA

سبا د قزوين په ټولو عدالتونو كښېد طلاق حكم جاری كول منع دی

21:31 - November 07, 2010
د خبر لمبر: 2027352
سياسی او ټولنيزه ډله: د قزوين د چيف جسټس په حكم سره سبا چې د امام علی(ع) او بی بی زهرا(ع) د واده د كليزې په مناسبت د واده ملی ورځه ده د قزوين په ټولو عدالتونو كښې د طلاق حكم جاری كول ممنوع دی.
د ايران د قران خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له قزوين څانګې یې نقوی، د قزوين د عام عدالت د عمومی اړيكو له مركزه یې نقلوی، د قزوين چيف جسټس د امام علی(ع) او بی بی زهرا(ع) د واده د كليزې په مناسبت د واده ملی ورځه ده د قزوين په ټولو عدالتونو كښې د طلاق حكم جاری كول ممنوع كړل.
د ويلو ده چې د قزوين عدالت په دې مناسبت د واده د سنت جاری كولو او د طلاق د كميدو لپاره ډېر تربيتی، ښونيز او كلتوری پروګرامونه ايخی دی
د دوشنبې په ورځ د لړم د مياشتې اوولسمه نیټه چې د ذوالحجې د مياشتې لومړۍ نیټې سره سمه ده د حضرت‌امام‌علی(ع) و حضرت‌فاطمه(ع) د واده ورځ ده چې د واده د ملی ورځې په نامه نومولې شوې ده او له نن ورځې به دا ورځ له طلاقه خالی ورځ په نامه هم ونومولې شوه.
690186
captcha