د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اردن د اسلامی عمل ګوند مشر ښاغلی مراد العضايله د صهيونی پوځ په لاس په النقب ښار كې د جومات ويجاړولو او شهيدولو په كلكه غندلو سره وويل چې د اسراييلی پوځ دا اقدام د اسلام د مقدسو مقاماتو د نابودولو يوه دسيسه ده.
د اردن معروف او مشهور اخبار الدستور د راپور پر اساس مراد العضايله ويلی دی چې د سپیڅلو مقاماتو په خلاف د اسراييل پوځ تيری او تجاوز ددې خبرې نخښه ده چې اسراييلو د مقدس مذهبی مقاماتو په خلاف مذهبی جنګ پيل كړی دی
691861