IQNA

اسراييلو د سپیڅلو مقاماتو په خلاف مذهبی جنګ پيل كړی دی

16:31 - November 12, 2010
د خبر لمبر: 2030351
نړيواله ډله: د اردن د اسلامی عمل ګوند د اسراييل د پوځ لخوا په النقب ښار كې په يو جومات باندې د ‏قبضی په غندلو سره ويلی دی چې اسراييلو د اسلامی او عيسایې پاكو او سپیڅلو مقاماتو په خلاف يو ‏مذهبی جنګ شورو كړی دی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اردن د اسلامی عمل ګوند مشر ښاغلی ‏مراد العضايله د صهيونی پوځ په لاس په النقب ښار كې د جومات ويجاړولو او شهيدولو په كلكه غندلو ‏سره وويل چې د اسراييلی پوځ دا اقدام د اسلام د مقدسو مقاماتو د نابودولو يوه دسيسه ده. ‏
د اردن معروف او مشهور اخبار الدستور د راپور پر اساس مراد العضايله ويلی دی چې د سپیڅلو ‏مقاماتو په خلاف د اسراييل پوځ تيری او تجاوز ددې خبرې نخښه ده چې اسراييلو د مقدس مذهبی ‏مقاماتو په خلاف مذهبی جنګ پيل كړی دی ‏
‏691861‏
captcha