د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلام نړيوال انجمن ستر سكتر ښاغلی عبداللہ بن عبدالمحسن التركی تيره ورځ يوې خبری ناستې كې په خپرو كې وويل چې په دې درې ورځنۍ ناستې كې د اسلامی نړۍ غوره شخصيتونه دينی عالمان د دين تبليغيان او د اسلامی هيوادونو ستر واكمنان ګډون كوی.
خبری ناستې كې ښاغلی عبداللہ بن عبدالمحسن التركی حج د اسلامی امت د عملی وحدت يوه ستره بيلګه او نمونه وباله او په رسنيو یې غوښتنه وكړه چې هغوی د اسلامی امت د اتحاد او يووالی ضرورت خبره خلكو باندې ورومنی.
692621