د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په قرقيزستان كې د ايران داسلامی جمهوريت سفير ښاغلی محمد حسين عابدينی د قرقيزستان د مشهورې خبری اژانس "كابار" مشر ښاغلی مامونوف اميل بيك سره په كتنې كې وويل چې چې ايران د تير وخت په نسبت ډير طاقتور او د اسلامی امت د وحدت مركز دی خو لويدیځې رسندویې د خپلو ګټو او مفادو سره مطابق د ايران خبرونه غلط او نيمګړی نقلوی
د اسلامی كلتور او روابطو ارګنايزيشن د راپور په اساس په ايران كې تر سره شوی د ورځپاڼو د اوولسم نندارتون د دورې او كتنې په وخت ښاغلی مامونوف اميل بيك وويل چې له داسې فيسټيوالونو د انسان په سمو معلوماتو كې زياتې او صحيح معلومات تر لاسه كیږی.
694704