د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد په بندر عباس كښې د فارس خليج د شلم نړيوال كانفرنس په پرانستونكو دستورو كښې وويل فارس خليج سيمې د دنيا د يوې ډيرې حساسې جعرافيای سيمې په توګه له ډير پخوا راهسې په نړيوالو اقتصادی او سياسی معادلاتو كښې ټاكونكی رول لوبولی دی او تل له سيمې د وراخوا قدرتونو له لاس وهنې سره مخامخ ده.
ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد دې ته په اشارې سره هغه هيوادونه چې له زرګونوكلومیټرو ليرې سيمو راغلی او په فارس خليج سيمې یې لښكر كشۍ كړی ده او په سيمه كښې د كوربه هيوادونو په لګښت یې په سيمه كښې د خپلو وسلو ګودامونه او پوځی اډې جوړې كړی دی وويل ټول په دې باور لری چې په سيمه كښې د خارجی هيوادونو شتون د سيمې د مسلمانو ملتونو لپاره له ډيرو پوځی لګښتونو، اختلاف اچونې، بې ثباتۍ او نا امنۍ پرته بله هیڅ نتيجه نۀ لری.
د ايران ولسمشر ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد ډاګينه كړه ايران تل د سيمې د هيوادونو د اړخيزه او متقابلو ملګرتياو، سولې او ورورګلوې جاری دی او له خپلو مسلمانو ګاونډيو سرزه د ډير يو زړه توب او سيمه ايز پيوستون لپاره یې خپل لاس اوږد كړی دی.
د ايران ولسمشر په دې خبرې سره چې ايران د فارس خليج سيمې د امنيت په ساتنې كښې ډيره مهمه دنډه لوبوی وويل د ايران اسلامی جمهوريت به د سيمه ايز او تاريخی دندې په ترسره كولو كښې سستۍ ونكړی او هیڅ قدرت او هيواد ته به د تاوتريخوالی او ماجرا غوښتنې فرصت ورنكړی.
په فارس خليج كښې د پراخ بنسټه ملګرتيا او د سيمه ايز ثبات او سولې د پراختيا د بهيرونو په نوم شلمه نړيواله غونډه له نن څخه د ايران په جنوب كښې په بندر عباس كښې پيل شوی او تر سبا پورې به دوام ولری.
په دغه غونډې كښې په ايران سربيره د يو شمير خارجی هيوادونو محققان او كارپيژاندی هم ګډون لری.
699503