د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اهل بيتو مينه وال نن په درستې نړۍ او اسلامی ايران كې چې له څو ورځو مخكې یې ځانونه د دين د اكمال او ولايت د ځانګړی اختر د تر سره كولو لپاره چمتو كړی وو، د دوكانونو، لارو كوڅو، ميدانونو، جوماتونو او امام باړو په چراغانی كولو سره په جوماتونو او امام باړو كې په شتو ن سره دغه ستر اختر لمانځی او وينا وال د اهل بيتو اطهارو عليهم السلام او مولای متقيان د فضيلتونو او هم دا راز د عيد غدير د پیښې په بيلا بيلو اړخونو رڼا اچوی او نن شپه او سبا په درست هيواد كې دغه ستر عيد لمانځل كیږی.
د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه واله وسلم په غدير خم كې وفرمايل من كنت مولاه فهذا علی مولا ،، هر څو ك چې زه یې مولا يم دا علی عليه السلام یې هم مولا دې،،.
په مشهد كې د امام رضا عليه سلام په سپیڅلی حرم، په قم كې د بی بی معصومه سلام الله عليها په سپیڅلی حرم ، په شيراز كې د حضرت احمد بن موسی شاه چراغ كې دستورې تر سره كیږی.
هم دا رز په نورو سپیڅليو ځايونو او جوماتونو كې دغه دستورې په پر تمينه توګه تر سره كیږی.
همداراز د پا كستان، افغانستان، عراق او د نړۍ په نورو هيوادونو كې هم دغه دستورې په پرتمينه توګه تر سره كیږی.
د تهرا د پوهنتون استاذانو په يو ټول كې يو استاذ دغه اختر جرړه قرانی وباله او دا پیښه یې نه هيريدونكې پیښه وباله.
700924