IQNA

امامی كاشانی: د اسلامی ټولنې اصلی ضرورت وحدت او يووالی دی

19:29 - November 26, 2010
د خبر لمبر: 2037681
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب په اسلامی دنيا كښې د كلمې د وحدت پر ضرورت ‏ټينګار وكړ.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د دې اونۍ د جمعې لمانځه خطيب ‏ايت الله محمد امامی كاشانی د مسلمانانو د كلمې د وحدت په هكله د غدير خم د پیښې تاريخی پيغام ته په ‏اشارې سره وويل په داسې دنيا كښې چې د اسلام د دښمانانو دښمنۍ مسلمانان كلابند كړی دی د اسلامی ‏ټولنې اصلی ضرورت وحدت دی.‏
د تهران دجمعې لمانځه خطيب ښاغلی محمد امامی كاشانی د غدير خم په باره كښې د شيعه او سنيانو په ‏تاييد وړ روايتونو استناد سره وويل په دې اساس اوسنی حكومت د حضرت امام زمان عليه السلام د ‏نړيوال حكومت له زمينو څخه غيبت دی چې بايد د جامع الشرايط فقيه په وسيله اداره شی.‏
ښاغلی ايت الله امامی كاشانی دغه راز په عراق، افغانستان، لبنان او فلسطين كښې د دښمانانو ګواښونو او ‏دسيسو ته په اشارې سره د مسلمانانو وحدت د مسلمانانو د سرلوړۍ او عظمت سرچينه وبلله.‏
د تهران جمعې لمانځه خطيب محمد امامی كاشانی د خپلې وينا په يوې بلې برخې كښې د مستضعفينو د ‏بسيج د جوړيدا كليزې ته په اشارې سره په ټولو ډګرونو كښې د بسيج د سرشيندونو قدرونه وكړه او د ‏ايران د اسلامی جمهوريت د وسله والو ځواكونو په اقتدار ټينګار سره یې وويل په خدای پاك توكل، د ‏اعتدال ساتل، او د عدل او صدق په رعايتولو سره په خپلو ژمنو عمل كول د ايران د وسله والو ځواكونو ‏د سرلوړې دليل وباله.‏
‏701627‏
captcha