د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د دفاع وزير ښاغلی احمد وحيدی نن له داخلی او خارجی خبريالانو سره په خبرو كې، د دغو استازانو د ترور په غندلو سره وويل، دغه ترهه ګر اقدام ، له ترهه ګرۍ د نه ملاتړ په اړه د لويدیځو هيوادنو د ادعا ګانود چټی توب نښه ده.
سردار وحيدی زياته كړه، په لويدیځو هيوادونو كې ، له ترهه ګرو ډلو ملاتړ او ورته پناه وركول، ستر تناقض دی چې دنړۍ عمومی افكار یې د دغو هيوادونو په چلند كې وينی.
هغه هم دا راز له ۵+۱ ډلې سره د ايران د خبرو اترو د وخت او ځای په اړه وويل، په دې اړه په سلا مشورو كې بوخت يو، او تر اوسه دقيق جزييات نه دی خپاره شوی.
هغه د منامه د امنيتی خبرو اترو د شپږم پړاو په اړه چې راتلونكې اونۍ په بحرين كې ترسره كیږی وويل، تهران له هر اقدام او غونډې چې د سيمې دهيوادونو په ګډون سره، د امنيت د تامينولو او تضمين سبب شی، هركلی او ورسره ملګرتيا كوی .
ښاغلی احمدی وحيدی د ويكی ليكس د سندونو د خپاره كيدا په اړه د دې خبرې په كولو سره چې دغو سندونو ته وجاهيت وركړل شی، ځينې جنايتونه چې لويدیځ او امريكا كې ترسره كړی، په سمه توګه په دغو سندونو كې راغلی دی.
د ايران د دفاع وزير ښاغلی احمد وحيدی ټينګار وكړ، دغه سندونه ، د صهيونست رژيم او د دغه ناروا رژيم د ملګرو ګټې تامينوی، او د سيمې هيوادونه بايد هوښيار واوسی، او په دې لومې كې دې ګير نشی.
704590