IQNA

احمد خاتمی: د عاشورا غميزه دومره درنه او داسې داغ دی چې تر قيامته پورې نه ‏هيريدونكی دی ‏

19:24 - December 03, 2010
د خبر لمبر: 2041315
سياسی ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب آيت الله احمد خاتمی نن د جمعې لمانځه په ‏خطبو كې ووئيل د استاد شهر ياری شهادت چې هم ئې په علمی تخصص او هم د عبادت په ‏ډګر كې ئې لوړ مقام درلود، له هغه ملته غچ اخستل دی چې له ۳۱ كلن بنديزونو سره سره ‏په يوه بل پسې د وياړڅوكې فتح كوی ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب ‏دغه راز د دې خبرې په كولو سره چې په دغه جنايت كې له شك پرته امريكا صهونيسټ ‏رژيم او انګلستان د تورنو د ليكې په سر كې دی ټينګار وكړ، دښمنان دې پوه شی چې د ‏اسلامی ايران د پوهانو او متفكرانو په ترورسره به نور په لسګونو پوهان د هغوی ځای ‏ونيسی.‏
ښاغلی خاتمی روښانه كړه په هماغه اندازه چې د ايران ولس له امريكا او صهونيسټ ‏رژيمه كركه او نفرت لری، انګلستان هم د كركې او نفرت حق دار دی.‏
د تهران دجمعې لمانځه خطيب ښاغلی احمد خاتمی هم دا راز د ۱۴۳۲ قمری كال او د ‏شهيدانو د سالار حضرت امام حسين عليه سلام د شهادت د ۱۳۷۱ كلونو د تيريدا په درشل ‏كې وويل د عاشورا غميزه دومره درنه او داسې داغ دی چې تر قيامته پورې نه هيريدونكی ‏دی
‏705531‏
captcha