د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش، د حضرت علی اصغر(ع) د نړيوالې ورځ پروګرام، چې هر كال د محرم د مياشتې په لومړۍ جمعه ترسره كیږی دې كال هم لكه د نورو كلونو د نړۍ له 1100 په زياتو ښارونو كښې لكه ايران، عراق، عربستان، بحرين، كويت، قطر، عمان، هند، پاكستان، افغانستان، سوريه، لبنان، تركيه، كنیډا، فرانس، تايلينډ، ډنمارك، سوئد، فنلاند، آمريكا و اسټراليا كښې ترسره كیږی.
د دې پروګرام د ترسره كولو غرض د امام حسين(ع) او د هغه د هغه ماشوم زوی حضرت علی اصغر(ع) د مظلوميت پيغام نړيوالو ته رسول او د عاشورا تحريك سره د خلكو اشنا كول دی. چې د هغوی غرض د امت اصلاح، امر بالمعروف او نهی عن المنكر، ظلم او ظالمانو سره مقابله او د حق ثابتول و د معصومو امامانو(ع) د امامت د حق ثابتول دی.
706038