IQNA

آيت‌الله سيستانی د عراق د وحدت لپاره يو ضمانت دی

21:10 - December 07, 2010
د خبر لمبر: 2044123
نړيواله ډله: د عراق د پارليمينټ مشر «أسامة النجيفی» وويل: حضرت آيت‌الله العظمی سيدعلی سيستانی د عراق د وحدت ضامن دی
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «نون» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، اسامه النجيفی پرون، د ليندې د مياشتې په 15 نیټه آيت‌الله سيستانی سره له ليدلو وروسته په خپلې وينا كښې وويل: زمونږ ذمه واری دا ده چې د ايت الله سيستانی ارشادات او ښوونې عملی كړو.
هغه زياته كړه: آيت‌الله سيستانی په دې ليدنه كښې ټول سياسی ګوندونه په عراق كښې د يو مزبوت او د عراق د ملت په ګټه حكومت جوړولو ته وبلل.
د عراق د كردستان د ائتلاف نماينده «فؤاد معصوم»، د آيت‌الله سيستانی مرجعيت د عراق د ګټو او استقلال لپاره يو تضمين وګڼه او ویې ويل: آيت‌الله سيستانی هیڅ كله د عراق د وحدت او پرمختګ لپاره له څه دريغ نه كړی.
708314
captcha