IQNA

د مليشيا د ټی وی لومړنۍ اسلامی چينل نن شورو شو

21:10 - December 07, 2010
د خبر لمبر: 2044124
نړيواله ډله: د مليشيا لومړنی د ټی وی اسلامی چينل د هجرت په عنوان سره نن د ليندې د مياشتې په 16 نیټه په رسمی توګه د دې هيواد د لومړی وزير «نجيب رزاق» په ګډون سره شورو شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له(Bernama) خبری اژانس یې نقلوی، د مليشيا د اسلامی پراختيا د سازمان (Jakim) مشر «محمد شيخ عبدالعزيز» د دې خبر په اعلان كولو سره وويل: دا چينل په دې غرض شورو شو چې په دې زمانه كښې د اسلام د تبليغ او ترويج لپاره او د اسلامی ضرورتونو پورا كولو او ستونزو يوه وسيله شی.
هغه زياته كړه: د مليشيا د اسلامی پراختيا سازمان (Jakim) چې د دې چينل د شورو كيدو ذمه یې په غاړه اخستې ده، دا هيله لری چې د اسلامی مبلغانواو هنرمندانو په مرستې سره هجرت چينل په سيمه كښې د اسلامی تبليغ يو كامياب چينل كښې بدل شی.
دا چينل د ازمیښت په توګه د لړم د مياشتې له 10 نیټې تر يوې مياشتې وچليده او نن یې باقاعده كار شورو كړ.
708220
captcha