IQNA

په امارات كښې د "مدارس قرانی" نړيوال سمينار ترسره كیږی

20:35 - December 11, 2010
د خبر لمبر: 2046107
نړيواله ډله: د "مدارس قرانی" نړيوال سمينار د "د خواجه اثنی عشری (WF) د شيعو د نړيوال فیډريشن" په مرسته د دې كال د سلواغی د مياشتې په مينځ كښې په متحده عربی اماراتو كښې ترسره كیږی.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «shia974» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا سمينار د قرانی مدرسو د ګډو ليدتوګو او د دې نويو ليدتوګو د عملی كولو لپاره د لارو بيانولو، د ښوونكيو تر مينځ د تجربې او اطلاعاتو د تبادل او د يو چينل د شورو كيدو لپاره د متخصصانو او د دينی او ټولنيزو چارو د شوقيانو په ګډون سره ترسره كیږی.
د دې فیډريشن د مشر مرستيال «سيد علی‌رضا نقوی»، په يوې اعلامیې كښې له ټولو پلارانو، د قرانی مدرسو له استاذانو، محصلانو او مبلغانو غوښتی دی چې په دې اينټرنیټی «www.surveymonkey.com»پتې باندې د دې سمينار فارم ډك كړی او پكښې د وركړيو پوښتنو ځوابونه د ليندې د مياشتې تر 29 نیټې راولیږی.
710650
captcha