ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې د بحرين د شيعو عالمانو له شورا یې نقلوی، په دې بيانیې كښې چې د ليندې د مياشتې په 19 نیټه خپره شوه راغلی دی: د بحرين عالمان د امام حسين عليه السلام ماتميانو سره د پوليسو بد كړچار او بيرغونو او ماتمی ليكلونو راټولول په سختۍ سره غندلی دی.
په دې بيانې كښې ټينګار شوې دی: مونږ هيله لرله چې د ټولنې د بيلا بيلو مذهبونو خيال به وساتل شی خو د محرم شورو كيدو سره چې څه وينو هغه له دې پرته بل څه دی.
په اخر كښې په دې بيانیې كښې تاكيد شوی دی چې دا پابندی مونږ نور زيات د امام حسين عليه السلام مينې ته هڅوی او دا مينه او ماتم هیڅكله نه شی ختميدی.
710181