د مسلمانو محصلانو د قران د دريمې دورې نړيوالې مقابلې كښې د بوسنی هرزګوين د هيواد نماينده چې ټول قران حافظ دی«سنانالدين تاتارويچ»، د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: زما هڅه دا ده چې زۀ د خپلو ملګرو لپاره داسې بيلګه وم او د دين په صحيح پوهې كښې د هغوې مرسته وكړم.
هغه د عربۍ په څانګه كښې په سارايوو پوهنتون كښې سبق وايی هغه همدارنګ ټينګار وكړ: د قران حافظان بايد د قران تعليمات په خپل شخصی ژوند كښې جاری كړی.
709929