IQNA

محمد جواد ګوهری په انګريزۍ ژبه د قران د خپلې ترجمې په هكله وايی

18:32 - December 13, 2010
د خبر لمبر: 2047525
نړيواله ډله: محمد جواد ګوهری چې د اكسفورډ د پوهنتون ښوونكې دی، د سه شنبې په ورځ د ليندې د مياشتې په 23 نیټه د ايران په قرانی خبری اژانس(ايكنا) كښې په انګريزۍ ژبه د قران د خپلې ترجمې په هكله خبرې كوی.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش، محمد جواد ګوهری په سبانۍ ناسته كښې د ليندې د مياشتې په 23 نیټه چې د ايكنا په خبری اژانس كښې ترسره كیږی د قران په انګريزۍ ژبه د خپلې ترجمې په هكله خبرې كوی.
محمدجواد گوهری د امام صادق(ع) د الهياتو د پوهتون محصل دی چې دې د دورې له لومړيو كسانو دی، هغه د خپلو تحصيلاتو له ختمولو وروسته د دكترا لپاره انګلستان ته لاړ او هلته یې د لیډز پوهنتونه د دكترا سند ترلاسه كړ. او د دينونو او عرفان او د نړيوالو هيوادونو د حقونو دكترا د اكسفوډ له پوهنتونه لری او د دې پوهتون له استاذانو هم دی.
ګوهری ډېر اثار لری لكه د «توشيهيكو ايزوتسو» د كتاب «صوفيسم و تائوئيسم» ژباړه او تاليفات لكه « يهوديت اسلامی»، «مسيحيت اسلامی»، «د عراق لنډه انسائيكلو پیډيا» او... ته اشاره كولې شو.
هغه د قران د روانې ترجمې لپاره ډېره هڅه وكړه او دا باور لری چې په انګلينډ كښې ډېر كسان د قران د ژباړې لوستلو سره مسلمانان شوی دی او په همدې سبب یې دا ترجمه یې نوې مسلمان شوې كسان چې واده یې كړې ته ډالۍ كړې ده.
712202
captcha