ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «Gnet» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د سوریې مفتی د واتيكان لوړو مقاماتو ته وويل: څه ضرورت نشته چې واتيكان په اسلامی هيوادونو كښې اوسيدونكی عسايانو ته خپه شی ځكه چې اسلا م په خپله د هغوی د حفاظت حكم وركوی، واتيكان دې بايد د هغه خلكو غم وكړی چې په فلسطين كښې او جولان په لوړو كښې د اسرائيل رژيم د ظلم لاندې راغلی دی او مذهبی افراطګرۍ ښكار شوی دی
هغه، د اسقفانو په لاس جاری شوې قطعنامې، چې په ختیځ كښې د عسايانو د په حمايت ټينګار كوی، ته اشاره وكړه او ویې ويل: واتيكان دې په عربی هيوادونو كښې د اوسيدونكيو عسايانو غم نه كوی ځكه چې مونږ هغوی سره د وروڼو په شان ژوند تيروو او د يوې لویې كورنۍ په شان يو او په ځمكه كښې يو بل سره شريك يو.
712661