د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش د اسلامی كلتور او اړيكو سازمان څانګه، په دې ليدنه كښې عدالت ولی اف د ايران له سفيره په تهران كښې د اذربايجان د كلتوری اوونۍ د ترسره كولو په لړ كښې له هغوی مننه وكړه.
دواړو طرفونو په دې ليدنه كښې په جمهوری اذربايجان كښې د ايران د كلتوری اوونۍ د ترسره كولو لپاره خبرې اترې وكړې او ايرانۍ ډلې له جمهوری اذربايجانه د دې پروګرام د ترسره كولو لپاره د هر قسم مرستې غوښته كړې ده.
د جمهوری اذربايجان د كلتور او ګردشګرې د وزير مرستيال وويل: د غبرګولی د مياشتې له 11 تر د جنګاښ د مياشې 9 نیټې پورې او همدارنګ د سواغی د مياشتې له 12 تر كب د مياشتې 9 نیټې پورې چې په اذربايجان كښې د ايران كلتوری اوونۍ ترسره كړی.
712792