د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايت الله سيد احمد خاتمی له ولايت په دفاع كې د تير كال د مرغومې د نهمې په حماسې كې د ايرانی ملت د برخليك ټاكونكی شتون په يادولو سره جوته كړه دغه ورځ له غليمانو د ايرانی ملت د بيزاری او د اسلامی انقلاب په تاريخ كې وياړمنه ورځ ده.
ايت الله سيد احمد خاتمی د اسلام په سر كينيو وختونو كې د حضرت امام علی عليه السلام د حكومت په وړاند ې له فتنې سره په ايران كې د تير كال د پیښو په پرتله كولو سره د دروغو او تهمت شكونو رامينځته كول، د حرمت ماتول، د رسندويو د فضا رامنیځته كو ل، د معيارونو ځای پر ځای كولو له سپڅلتياو په تيره بيا د امام خمينی رحمه الله عليه له نومه ناوړه استفاده، درز رامنځته كول په تيره بيا نظا م او خلكو تر مينځ واټن رامينځته كولو په شمول د فتنه پالو بيلا بيل اوزارونه بيان كړل.
د تهر ان د جمعې لما نځه خطيب د خپلو خبرو په بلې برخې كې د ايران په ختیځو پولوكې ترهه ګرو پیښو او د پا كستان په خا وره كې د ترهه ګرو ځای پر ځای كيدا ته په اشا رې سره جوته كړه اسلام اباد هغه ترهه ګر عوامل چې نيولی یې دی ژر تر ژره ايران ته وسپاری.
د تهر ان د جمعې لما نځه خطيب ايت الله سيد احمد خاتمی هم دا راز د اذر بايجان جمهوريت په پوهنتونونو او ښونځيو كې د حجاب يا ستر د ليری كولو د موضوع يادونه وكړ ه او د دغه هيواد حكومت ته یې په خطاب كې وويل د اذر بايجان جمهوريت په مسلمان ملت په تيره بيا شيعه اكثريت له دباو اچولو لاس واخلی.
721439